IQNA

سید محمدموجاني وویل!

سږکال په   حسینی اربعین کې د امام رضا (ع) قرآنی کاروان د پروګرامونو ۵ فیصده وده

19:45 - August 24, 2025
د خبر لمبر: 3491590
ایکنا- د حسینی اربعین د فرهنګي کمېټې د قرآنی فعالیتونو د کاري ډلې مسؤل وویل:  سږکال د حسینی اربعین په   میلیوني پلی لاریون  کې د قرآنی کاروان د اته ورځني فعالیت په ترڅ کې له یو زر  زیات قرآنی پروګرامونه ترسره شول چې  ، ۵ فیصړخ  وده ښئي.

د ایکنانیوز  له  خبریال سره په خبرو کې، د حسینی اربعین د فرهنګي کمېټې د قرآنی فعالیتونو د کاري ډلې مسؤل سید محمد موجاني وویل: د سږني اربعین په قرآنی فعالیتونو کې د ۵ سلنه ودې لامل د «امام رضا (ع)» قرآنی کاروان د قرآنی فعالانو جهادي هڅې وې.

هغه زیاته کړه: دا  بریا د  امام رضا علیه السلام د حرم رضوي  قدس آستان  د قرآنی مرکز په ملګرتیاسره، په عراق کې د اته ورځني قرآنی  خدمتونو او فعالیتونو په ترڅ کې ترلاسه شوه او مونږ  وتوانېدو چې د کابو  یو زر قرآنی پروګرامونو په ترسره کولو سره د حسینی اربعین د زائرینو د اوقاتو په دیني او قرآنی فعالیتونو سره په  بډایولو کولو کې مهم رول ولوبوو.

د اربعین دکلتوري  کمېټې د قرآنی فعالیتونو د کاري ډلې مسؤل ټینګار وکړ: په سږني کاروان کې له اتیاؤ  زیاتو قرآنی قاریانو او  مداحانو ډلو برخه اخیستې وه چې د ایران د قرآنی فعالانو ترڅنګ، د ۱۳ بېلابېلو ملیتونو استازي هم پکې شامل وو. دوي د کربلا په لور په بېلابېلو لارو، لکه له نجف اشرف، دیاله، حله، بغداد او طریق‌العلما څخه، پروګرامونه ترسره کړل. دا فعالیتونه په منظم او منسجم ډول ترسره شول، ځکه چې د مراسمو او موکبونو د جوړولو مخکې د ټولو احصائې اخیستل شوې وې او د یوه وخت جدول له مخې، د کاروان غړي په بېلابېلو ډلو ووېشل شول او په هر ځای کې ئې پروګرامونه اجرا کړل.

موجاني زیاته کړه: د محتوا او فکري بنسټونو له پلوه، د «امام رضا (ع)» قرآنی کاروان د   «نصر» او «فتح» سورو آیتونه د قاریانو د پروګرامونو چورلیز  وټاکل. په دې تړاو، اړونده  آیتونه له ژباړې او تفسیر سره یوځای د قرآنی کاروان غړو ته ورکړل شول. همدارنګه، د اسلامي تبلیغاتو ادارې  سره د همغږۍ له مخې، د « له آیاتونو سره ژوند » نومې پروګرام یو شمېر مبلغانو هم په عراق کې  شتون درلود او د هغوی اړوند مفاهیم او آیتونه د بروشورونو په بڼه زائرینو ته وړاندې شول. له  دولس ورځني تپلي  جنګ وروسته د حاکمو شرایطو له امله، وړاندې شوو آیتونو د جهاد او مقاومت رنګ او بوی درلود.

هغه ټینګار وکړ: د سږکال د نور قرآنی کاروانیوه ځانګړتیا د ایران د اسلامي جمهوریت د یوې ښځینه قرآنی ډلې شتون وو چې د شپږو شپو ورځو لپاره عراق ته ولېږل شوه او وتوانېده  چې له ۵۰ زیات قرآنی پروګرامونه ترسره کړي. دوي د ښځو لپاره په ځانګړو موکبونو کې هم  شتون درلود او په ښځینه پروګرامونو کې د دوی بریالیتوب د دې لامل شو چې   حسیني  عتبه دوي د کال په اوږدو کې په عتبات عالیات کې د تعلیمي دورو د جوړولو لپاره دعوت کړي.

دغه قرآنی فعال زیاته کړه: د «امام رضا (ع)» قرآنی کاروان پروګرامونه دحسینی  اربعین په ورځ په حسیني خیمه‌گاه کې د پایزو مراسمو په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل، چې په دغو مراسمو کې ډاکتر خیرالدین، د عتبه حسیني د دارالقرآن مشر، د ایران اسلامي جمهوریت د قرآنی کاروان غړي او عراقي قاریانو هم شتون درلود.

موجاني په پای کې وویل: باید ووایم چې د ایران اسلامي جمهوریت مختلفو بنسټونو د زائرینو خدمت لپاره خپل استازي لېږلي وو او بېلابېلې رسانیو هم په دغو شپو ورځو کې موکبونه درلودل. د قرآنی کاروان غړو د ډېری بنسټونو او موسیسو  په موکبونو کې پروګرامونه ترسره کړل چې ډېری یې د نسیم، دریم چینل د «محفل» پروګرام او د دویم ټیلیویژني چینل  د ځانګړي پروګرام په ګډون د ملي  چینلونو له لارې خپاره شول. همدارنګه، د قرآن، قرآن او معارف راډیوګانې او د ولایتونو بېلابېلې چینلونو هم  د دغه کاروان پروګرامونه په  ۸۰ ساعتونو زیات وخت کې خپاره کړل. د کربلا د عقیله صحن په بام  باندې د معلی رسنیز موکب او په مجازي فضا کې بېلابېلې پلیټ فارمونه هم د دغو فعالیتونو منعکس کوونکي وو.

د «امام رضا (ع)» قرآنی کاروان د اربعین د اختتامي مراسمو ویډیو

https://iqna.ir/fa/news/4300865

captcha